یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
په افغانستان کې د داعش او مقاومت جبهې ترمنځ څو مشترکات شته، چې دلته یې ذکر کوو:
١. د حکومت مخالفت:
دواړه ډلې په افغانستان کې د اوسني حکومت پر وړاندې خپل دریځ لري؛ داعش د خپلې سخت دریځۍ او له اسلامي امت څخه د بغاوت له وجهې د ټولو اسلامي حرکتونو پر وړاندې کارول کېږي، په افغانستان کې یې هم د نظام پر وړاندې مخالف جهت غوره کړی دی، او د مقاومت جبهه د طالبانو د واکمنۍ د دوام پر وړاندې فعالیت کوي.
٢. د غیر نظامي خلکو په وړاندې تشدد:
دواړه ډلې د غیر نظامي خلکو پر وړاندې تشدد کوي، که څه هم د دوی اهدف او لیدلوري څه نا څه مختلف دي؛ داعش د خپلو افراطي نظریاتو له مخې جګړې کوي، مسجدونه، بازارونه او د ګڼې ګوڼې ځایونه هدف ګرځوي، په داسې حال کې چې د مقاومت جبهه د قومي تعصباتو، د هېواد د تجزیې او شخصي ګټو لپاره ملکیان او غیر نظامي خلک خپل هدف ګرځوي.
٣. مشترکه پړه:
د افغانستان په سیاسي او امنیتي حالت کې، ځینې پېښې شته، چې د داعش او مقاومت جبهې د دواړو لخوا یې پړه په غاړه اخیستل شوې؛ کله چې ملکیان یا حکومتي اتباع د جګړو یا بریدونو قرباني شي، دواړه ډلې د دې پېښو پړه په غاړه اخلي.
په بېلابېلو ښارونو کې د داعش لخوا ترسره شوې انفجاري حملې (لکه د مذهبي مراسمو پر مهال) د جبهه مقاومت لخوا په غاړه اخیستل کېږي، چې په کابل کې د اوسني حکومت پر ضد د خلکو د غصې راپارولو لپاره کارول کېږي؛ داعش هم د دې حملو مسوولیت منلی دی او د خپلو سختو اهدافو لپاره یې کاروي.
٤. په خاصو سیمو کې د نفوذ هڅې:
دواړه ډلې په ځانګړو سیمو کې د نفوذ او کنټرول لپاره هڅې کوي، چې د خلکو ترمنځ ملاتړ ترلاسه کړي؛ دوی د احمدشاه مسعود د ارمان په سیمه(مسعودستان) د افغانستان شمال شرق کې غواړي، چې نفوذ ترلاسه کړي او له دې لارې خپلو شومو اهدافو ته ځان رسول غواړي، مګر هلته مېشت ولسونه او پرګنې د دوی پر اصلیت پوره اګاه او پوه دي؛ دا د غرب غبرګې لومې نور څوک په خپل زهرجن دام کې نشي نښلولی.
٥- مذهبي تعصبات:
پړه: په مذهبي او قومي تنشونو کې داعش د خپلې افراطي اجنډا لپاره د نورو مذهبي اقلیتونو پر ضد بریدونه ترسره کوي، او جبهه مقاومت هم دا عملونه د طالبانو د تفریقاتو په توګه تفسیروي.
٦. پروپاګنډه او تبلیغاتي هڅې:
دواړه ډلې په انټرنیټ او نورو رسنیو کې فعاله دي، هڅه کوي چې خپل نظریات او موخې ترویج کړي او نورو خلکو ته خپلې کړنې توجیه کړي.