Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د داعش خراسان تمويلوونکي او له شمالي ټلوالې سره يې رابطې
    لیکني

    د داعش خراسان تمويلوونکي او له شمالي ټلوالې سره يې رابطې

    صابر افغانصابر افغان17 فبروري 2024څرگندونې نشته8 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    عبدالله زاهد

    داعش په ۲۰۱۱ ميلادي کال په عراق او سوريه کې را څرګند سول او په ۲۰۱۳ ميلادي کال کښې يې نوم د عراق او سوريې اسلامي دولت او په ۲۰۱۴ ميلادي کال يې د خلافت اعلان وکړ، له دې سره يې د هغه ځای د القاعدې مجاهدينو سره جګړې شروع کړې، چې وروسته يې نړۍ کې بخشونه جوړ او ډله يې پراخه کړه او دا هم ټول مسلمه امت او نړۍ ته څرګنده ده چې د داعش په نامه ټول خوارج يواځې يوه پروژه ده، چې وخت په وخت د نړۍ سوپر طاقتونه ترې کار اخلي، خو د دوی اصل مبارزه د کفارو سره نه، بلکې مسلمانانو او بالخصوص د مجاهدينو سره ده؛ هر ځای کې دوی د مجاهدينو خلاف جګړه کوي او داسې وحشتونه کوي چې انسانيت ترې پناه غواړي.د غرب دغه پروژه سعودي عربستان، پاکستان او ځيني نور غلام حکومتونه عملي کوي، دغه دسيسه په داسې شکل سره د غرب له خوا حمايه کېږي، چې خپله کشره طبقه د دې ډلې نه پوهېږي چې څوک يې څنګه استعمالوي، ځکه هغوی ته يې يو شعار د خلافت ور مخکې کړی نور يې هغوی فکر نه کوي چې ولي يې غلام حکومتونه مرسته کوي او دا دسيسه څنګه روانه ده.دوی نه پوهېږي چې دغه دسيسه د CIA، موساد، GIP، ISI او نورو استخباراتو له لوري کنټرولېږي، کوم چې مشران يې ټول ورسره اړيکه کې دي. راځم داعش خراسان ته چې افغانستان کې يې څوک او ولي سپورټ کوي؟د دوی تر شا دغه ناولې لاسونه د کوم هدف لپاره دي؟داعش خراسان که څه هم د عراق او سوريې د داعشيانو ډله ځان بولي خو اصل کې داعش خراسان د آی ايس آی يو نفوذي ډله ده، او آی ايس دغه ډله د پيسو او ځينو شخصي ګټو په پار پر مخ بيايي.داعش د عراق او سوريې ته هم فرق نه ورکوي، چې څوک دي بس چې شيعه وژني او د دوی نوم اخلي، يا د مجاهدينو خلاف جنګېږي، مسلمان وژنې ته يې کار ويلی وي؛ دوی ته دغه شهرت اهم دی.د داعش خراسان مرسته ډايريکټ عربستان او موساد (اسراييل) کوي د پاکستان په ذريعه، ځکه دلته منځنۍ آسيا خصوصا ايران ته د دوی رسول او بيا ايران ته سرخوږی جوړول، د فلسطين او يمن بدله ترې اخيستل يې مطلب دی، ولي چې يمن کې د مجاهدينو مرسته کوونکی ايران وو او پر يمن جګړه عربستان او اسراييلو په ګډه کول، فلسطين کې هم جګړه اسراييل کوي او د مجاهدينو مرسته يې ايران کوي. همدغسي مذهبي مشکلات د عربستان او ايران تر منځ دې حالت ته رسېدلي، که تاسو فکر وکړئ چې داعش د شيعه قتل عام ته سخت خوشحاله کېږي، دوی همېش هڅه کړې چې د شيعه قتل عام ته ځان و رسوي، ماشوم، سپين ږيری، زنانه او ځوان يې نه ګوري، ولي چې له لوړې خوا دوی ته دا نظريه ورکول سوې، د ايران او اسراييلو دښمني د مسلمان او کافر نه ده، بلکې دغه دښمني مخکې تر اسلام يعني له اوس څخه 2612 کلونه مخکې (588 BCE) د پرشن ايمپاير امپراتورۍ حمله پر يهودو او هيکل سليماني(بيت المقدس) ړنګول، د تابوت سکينه وړل او د اسراييلو شړل له بيت المقدس څخه الهام اخلي، چې بخت النصر بيت المقدس وران او د دوی د عبادت نسخې يې وسوځولې.د داعش خراسان اصل هدف منځنۍ آسيا او ايران دی، عربستان هم ځکه د داعش خراسان سره مرسته کوي چې ايران ته سر درد جوړ کړي او بل طرف پاکستان هر رنګه خلک لري تر څو سيمه کې يې د پردو لپاره استعمال کړي، هغه که د دوی د پوځ ضرورت سي يا هم د نورو ډلو، دوی يې سيمه کې د پيسو لپاره خدمت کې ولاړ وي.داعش خراسان د پاکستان جوړه سوې ډله ده چې څنګه يې وغواړي هلته يې همغسي استعمالوي او د آی ايس آی په مېلمستون کې د مېلمنو غوندي ساتل کېږي.غرب، عربستان او پاکستان ډېره هڅه وکړه چې داعش خراسان په سيمه کې زيات سي، ډېر مالي او تسليحاتي کومکونه يې وکړه هم د تېر حکومت دور کې او هم يې اوس کوي، خو اوس داعش خراسان بيخي د ختمېدو له خطر سره مخ سوي، افغانستان ته را اوښتلای هم نه سي، او پټنځايونه بيخي افغانستان کې نه لري؛ دې حالت ته په کتو پاکستان هڅه وکړه چې داعش د شمالي ټلوالې په ډله کې نفوذ وکړي، ځان منځنۍ آسيا او ايران ته د شمالي ټلوالې په ذريعه و رسوي، چې د دې لپاره پاکستان کې آی ايس آی ډېر مجلسونه د شمالي ټلوالې او داعش خراسان تر منځ برابر کړي، چې پکې دې توافقاتو ته رسېدلي چې بايد يو له بل سره تسليحاتي او مالي مرستې وکړي.په دې شکل سره پاکستان غواړي داعش په تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان کې قوي او د ايران تر سرحده يې و رسوي؛ ځکه پاکستان او غرب پوهېږي چې د طالبانو شتون کې د داعش پرمختګ او د ايران سرحداتو ته رسېدل ناممکنه دی؛ يوه لويه وجه د غرب او پاکستان د تورونو چې پر افغان حکومت يې لګوي همدغه ده چې دلته بله هيڅ ډله فعاليت نه سي کولای تر څو د دوی ګټې سيمه کې خوندي کړي، دوی پرې خپل اهدافو ته و رسېږي او طالبان د چا فرمايشات نه مني، خپله تګلاره، خپل حکومت او خپل ولس مني. شمالي ټلواله هم چې افغانستان کې پټنځايونه پرې درېدلي او بالکل پر ختمېدو ده، نو د خپلې ډلې د راپورته کولو په پار يې پاکستان او هر ملک ته د هر څه کولو ځيګر ټکولی، تر څو د طالبانو مخالف ورسره مرسته وکړي او هر څه چې بدل کې غواړي دوی يې ورته کوي.هندوکش ته داسې آسناد هم په لاس ورغلي چې دوی توافقاتو کې بريالي سوي، ځکه هغه نور ملکونه لکه ايران، تاجکستان چې د شمالي ټلوالې ملاتړ کوي پر خپله تګلاره بايد له سره غور وکړي؛ ولي چې يو طرف دوی د شمالي ټلوالې مرسته کوي او بل طرف شمالي ټلواله د داعش خراسان سره يوه سوې او په ګډه به عمليات کوي او داعش خراسان به ايران و نورو سيمو کې رسوخ پيدا او د غرب او اسراييلو ګټې په منځنۍ آسيا کې خوندي کوي. پر سعودي عربستان پر نړيوال سټېج تورونه بار، بار لګول سوي چې داعش سپورټوي خو امريکا او سعودي ترې انکار کړی.هيلري کلينټن (هیلري ډیان روډم کلینټن یوه امریکایی سیاستواله او ډیپلوماته ده چې د 2009 څخه تر 2013 پورې یې د بارک اوباما په اداره کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې ، د متحده ایالاتو سناتور په توګه له 2001 څخه تر 2009 پورې د نیویارک استازیتوب کوي ، او د لومړۍ میرمنې په توګه. له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۱ پورې د امریکا ولسمشر بل کلنټن.) وايي چې سعودي عربستان د داعش تمويل له پيل څخه کوي او وايي چې ټرمپ هم دې پروژه کې ورسره ملګری دی.د يوه راپور له مخې چې د ټويټر اکونټونه د داعش په سپورټ ډېر له سعودي عربستان څخه دي، همدغسي امريکا هم څلورم ليست د ټويټر اکونټونو د داعش په ملاتړ کې راځي؛ که چيري د داعش خراسان خبره سي نو ټول ملاتړي يې له پاکستان څخه دي، که د هر يوه څېړنه وسي نو تر ۹۰ سلنه زيات ملاتړي به يې پاکستان کې وي خو عجيبه دا ده چې داعش پاکستانيان دي، اوسېږي هلته، روزنه او هر څه يې هلته کېږي، مګر له هغې ډيموکراسۍ څخه راځي او دلته د يوه داسې اسلامي نظام مقابل جنګېږي چې نړۍ کې يې سارۍ نسته، ايا دا بسنه نه کوي د دوی پر غلامۍ او توطييه؟ همچنان دوی هلته تر اوسه پر پوځ و آی ايس آی حمله نه ده کړې او که کوم عمليات هم پاکستان کې يې کړي وي، هغه هم پر عوامو يا د آی ايس آی پر ناخوښه ډلې او د هغوی(آی ايس آی) په خوښه يې دا کار کړی، تر ننه دوی پاکستان کې د اوسېدو سره بيا هم هلته د خپل بخش اعلان نه دی کړی.د ټي ټي پي پخواني وياند احسان الله احسان يو راپور خپور کړی، چې په پوره وضاحت سره يې بيان کړي چې داعشيانو څخه څوک، چيري او څنګه د آی ايس آی په مېلمستونونو کې له مېلمستيا خوند اخلي او زياتوي چې آی ايس آی او غرب دا کار د دې لپاره کوي چې د افغانستان پر اسلامي امارت باندې فشار وارد کړي.د احسان الله احسان پوره مقاله د داعش باره کې په لاندي لينک کې کتلای سئ چې چيري، کوم مېلمستون کې، کوم داعشيان ساتل کېږي او د هر داعشي د کور و ځای او هر څه يې واضح بيان کړي. https://sundayguardianlive.com/top-five/isis-leadership-enjoying-hospitality-of-pakistan-agencies#:~:text=Sheikh%20Abdul%20Wadood.,important%20religious%20scholar%20of%20ISKP.&text=Pakistan%20is%20using%20its%20ISIS,the%20Islamic%20Emirate%20of%20Afghanistan.دا چې د داعش خراسان مشران اکثريت په اورکزو سيمه کې اوسېږي او وخت په وخت تګ راتګ اسلام اباد او د کراچي ښارونو ته لري، دا هر څه غرب هم ويني، نړۍ يې هم ويني او هم سي آی اې CIA په دې خبره ده، بلکې لا ورسره مرسته کېږي چې دغه پروژه پر مخ يوسي.بل طرف د عربستان مرستې چې کله هم له پاکستان سره زياتې سوي هغه وخت کې داعش خراسان راپورته سوی خو بار، بار ناکاميو وروسته سعودي عربستان هم پر پاکستان مرستې کمې کړې؛ دا ځکه وايي چې پروژه سمه نه سې عملي کولای. د سيمې ملکونه بايد دې بخش کې اقدام وکړي او د شمالي ټلوالې او داعش خراسان يارانه وڅېړي او د دوی له تمويل څخه لاس واخلي. پای

    مخکینۍ مقالهد چين بهرنیو چارو وزارت: په رفح ښار کې روان ظلم وحشت دی
    راتلونکي مقاله ملي یوالی او ملي ګټې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د…

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.