کله کله هغه کسان چې د وطن‌ دوستۍ چیغو یې د نړۍ غوږونه کاڼه کړي وو، د دې لپاره چې بېرته د چور او چپاول په دسترخوان راټول شي، د انسانیت پولې هم پایمالوي.

د مقاومت د خیالي جبهې سرلاري او د سرپرست حکومت نور تښتېدلي مخالفین چې د جګړې او سیاست په ډګر کې له شرموونکو ماتو سره مخ شول، هر ډول هڅه یې وکړه چې په افغانستان کې د ځان لپاره بیا د پښې ایښودلو ځای پیدا کړي.

که څه هم د مقاومت جبهې او داعش ترمنځ تړاو او یووالی تر دې وړاندې د خلکو له سترګو پټ و، خو اوس د وخت په تېرېدو سره ټول افغان ملت له دې شرموونکې معاملې څخه خبر او له دې ناوړه ماجرا څخه پرده پورته شوې ده.

د فرانسې په پاریس کې د مقاومت جبهې د پلویانو غونډه چې د احمد مسعود انځورونه یې له ځان سره لېږدول، د داعش او مقاومت ترمنځ ګډ ټکي یې په شمیرلې توګه یادول، دا یوه ښکاره بېلګه وه چې د مقاومت دروغجنې جبهې له لوري د داعش لپاره له لابیګري او ملاتړ پرده پورته کوي.

د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په لومړیو شپو ورځو کې، د ایران پولیسو د البرز ولایت د کرج په ښار کې یو شمېر افغانان ونیول؛ دا هغه کسان وو چې د ایراني چارواکو په وینا، د داعش د ډلې غړیتوب یې درلود او غوښتل یې په ایران کې تخریبي عملیات ترسره کړي.

دا خبر په هماغه ورځو کې د ایران له دولتي رسنیو، لکه تسنیم خبري آژانس څخه خپور شو. د حیرانتیا وړ دا وه چې لږ وروسته مقاومت جبهې له خپل لوري په یوه اعلامیه کې وویل چې نیول شوي کسان د دوی د جبهې غړي وو.

دې پېښې د مقاومت جبهې د لارویانو زهرجنه څهره نوره هم بربنډه کړه، نه یواځې افغانانو ته یې د دوی تور او بدرنګ مخ ور وپېژانده، بلکې نړۍوالو ته یې هم ور وښود.

د مقاومت جبهې مشران له هغه وروسته چې بادار یې(امریکا) او نورو استخباراتي کړیو له پامه وغورځول، د ټولنیزو رسنیو له لارې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د داعش لوی ښودلو، لابيګري او کمپاین ته مخه کړې ده.

حبیب‌الله حسام چې اوس د مقاومت د جبهې د مشرتابه غړی او د دې جبهې د علماوو شوری مشر دی، په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې د یوه ټویټ له لارې د مقاومت جبهې د نورو مشرانو پر پله پښه ایښې او داعش ډلې ته یې غیر مستقیمه لابیګري کړې ده.

نوموړي په دې ټویټ کې د هغه داعشیانو وژل “اشتباه” بللې، چې لاسونه یې د بې‌ ګناه افغانانو په وینو سره دي، هڅه یې کړې چې د هغوی نه بښونکي جنایتونه کم رنګه وښيي؛ هغه له شرمه ډک عمل د دې جبهې له خوا څو ځله تکرار شوی او د دوی د تبلیغاتي ستراتیژۍ یوه برخه ده.

دا ډول چلند نه یواځې د داعش د وحشیانه بریدونو قربانیانو ته سپکاوی دی، بلکې د خلکو له عامه او ولسي افکارو سره هم بې باکي ده، هغه خلک چې د داعش له فتنې یې کلونه، کلونه درد او رنځ لیدلی او ګاللی.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version