د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان دایمي استازي ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ وسله‌وال ګواکې په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري او له همدې ځایه د پاکستان امنیت اخلالوي او بریدونه کوي. همدارنګه د امنیت شورا ځینو غړو په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ډلو د شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، دغه ډول څرګندونې او راپورونه بې‌ځایه او بې‌اساسه بللي دي. هغه په ټینګار سره ویلي:«داسې هېڅ شواهد نه شته چې دغه ادعاوې ثابتې کړي. بې‌دلیله تبلیغات د افغانستان د بې ثباته ښودلو هڅه ده. موږ پر ټولو اړخونو غږ کوو چې د ادعاوو پر ځای دې د افغانستان موجود امنیت یو فرصت وبولي او د همکارۍ لار خپله کړي.»

هغه څه چې پاکستان یې د افغانستان پر ضد د تبلیغ په توګه کاروي، په حقیقت کې د اسلام‌آباد د خپلو ناکامو پالیسو پایله ده. تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پاکستان د امنیتي ادارو د تېرو څو لسیزو سیاستونو محصول دی. اسلام‌آباد د خپلو ولسونو پر وړاندې زور، تبعیض او ظلم وکړ (چې دا ظلمونه یې لا هم دوام لري) او اوس د هغوی د مشروع مقاومت مسؤلیت پر ګاونډیانو اچوي.

د بلوڅ وسله‌والې ډلې پاڅون او مقاومت د بلوچستان د اوږدمهالې بې‌عدالتۍ او سیاسي محرومیت پایله ده. د دې سیمې خلک د خپلو حقونو د غوښتلو له امله په زور ځپل شوي او همدا ظلم د وسله‌وال مقاومت د دوام اصلي علت دی.

که پاکستان په رښتیني ډول غواړي امنیت ټینګ کړي، باید د خپلو کورنیو ستونزو حل ته مخه کړي، نه دا چې د افغانستان نوم په خوله واخلي او د بې ځایه دلیل په توګه یې په هر مجلس کې یاد کړي. د داخلي ستونزو پړه پر ګاونډیانو اچول داخلي او خارجي سياست تر سوال لاندې راولي، لکه تر سوال لاندې چې یې راوستلی دی.

تر اوسه نه پاکستان او نه هم کوم نړیوال جهت داسې کره شواهد وړاندې کړي چې په افغانستان کې د TTP یا بلوڅ وسله‌والو د مرکزونه شتون ثابت کړي. ټولې خبرې یې د «اټکل» او «اندېښنې» پر محور ولاړې دي.

اسلامي امارت په څرګنده ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي. د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت پراخ عملیات او لسګونه ځالې شنډې شوې چې د همدې ژمنې عملي ثبوت دی.

په نړیوالو راپورونو کې تل د افراطي ډلو شمېر، ځای او اغېز ضد او نقیض ښودل شوی. کله ویل کېږي چې زرګونه جنګیالي شته، کله درې زره او کله دوه زره. دا تضاد د دې ښکارندوی دی چې راپورونه یې پر کره معلوماتو نه، بلکې پر سیاسي اټکلونو ولاړ دي.

همدارنګه، تاریخ او وخت ثابته کړې چې د ترهګرو داعشیانو لوی مشران ډېر ځله د پاکستان په ښارونو کې نیول شوي، نه په افغانستان کې؛ نو ځکه د ترهګرۍ اصلي مرکزونه د پاکستان دننه دي، نه د افغانستان په خاوره کې.

په اخېر کې زه د یوه افغان او لیکوال په حیث د پاکستان او امنیت شورا د ادعاوو په اړه څو خبرې لرم؛ هغه دا چې:
– د افغانستان موجود امنیت باید د ګډې همکارۍ لپاره یوه موقع وګڼل شي.
– بې‌ځایه تورونه یوازې د بې‌باورۍ او بې‌ثباتۍ فضا زیاتوي؛ هیله ده د تورونو پر ځای حقیقت ته نظر وکړل شي.
– د پاکستان څرګندونې تبلیغاتي بڼه لري او د خپلو داخلي او بهرنیو ستونزو د پټولو هڅه ده.
– د امنیت شورا اندېښنې ترڅو چې مستند شواهد ونه لري، یوازې د فشار او سیاسي لوبو برخه بلل کېدای شي.
– د افغانستان دریځ روښانه دی: هیڅکله اجازه نه ورکوي چې دا خاوره د بل هېواد پر ضد استعمال شي.
– د سیمې د ثبات یوازینۍ لاره ریښتینی تفاهم او ګډه همکاري ده، نه تورونه او بې‌بنسټه تبلیغات.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version