د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د خوست‌ـ‌پکتیا عمومي لویه لار، چې د وروستیو سیلابونو او غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه، د ترافیکو پر مخ پرانیستې.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې یاده لویه لار د خوست دوه‌منده ولسوالۍ د انار باغ سیمه کې د سېلابونو او غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه.

د یاد سړک د پرانیستې عملیاتو پر مهال د دفاعي ځواکونو له لوري بند پاتې هېوادوال او د هغوی موټرې هم ژغورل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version