له نن څخه نږدې ۳۶ کاله وړاندې، یعنې د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶مه، په افغانستان کې د شوروي اتحاد سرو لښکرو له نږدې نهه کاله وژنو، وحشتونو، جنایتونو او بربریتونو وروسته شرمېدلې ماتې وخوړه او په ټيټو سترګو یې د افغانستان له مقدسې خاورې پښې سپکې کړې او په دې سره د افغانانو د نږدې یوې لسیزې ویرجن او دردېدلي حالت ته ټپ وموندل شو.
سرو لښکرو او په افغانستان کې د هغوی لاسپوڅو د نهه کلن اشغال په دوران کې پر افغانانو چپه مېچنې وچلولې، سلګونه زره افغانان یې شهیدان کړل، میلیونونه نور یې ټپیان او ډېری د تل لپاره معیوب کړل، میلیونونه نور یې مهاجرت ته اړ کړل، د افغانستان د تېرو لسګونه کلونو شته عامه تأسیسات یې وران کړل، جوماتونه، کورونه، مدرسې، ښوونځي او عام المنفعه تأسیسات یې ونړول، په هر کلي او هره کوڅه کې یې د بې ګناه افغانانو وینې وبهولې. زرګونه نور افغانان یې بیا د خپلو لاسپوڅو په مرسته په زندانونو کې په ډېر قساوت سره لومړی شکنجه او بیا یې په شهادت ورسول.
دغه راز یې د افغانستان له هر کلي، هرې درې او هرې ولسوالۍ او ولایت څخه ډلې، ډلې کسان ژوندي تر خاورو لاندې کول او په بلدوزرونو به یې خاورې پرې اړولې. د هغه مهال سره پوځ او د دوی لاسپوڅي د خپل واک او ځواک په نشو کې دومره ډوب او مغرور وو، چې له دې حالت به یې هم خوند اخیست. دوی دا هرڅه د دې لپاره کول چې له افغانانو خپل اصیل ارزښتونه، دین، مذهب، فرهنګ او نورو ارزښتونه واخلي او پر ځای یې د دوی د ناولې کمونیستې مفکورې ارزښتونه وتپي.
خو د افغانستان مسلمان او فولادي عزمه ملت له دې ټولو قساوتونو، جنایاتو، بربریتونو او وحشتونو سره سره، د دوی غوښتنو ته غاړه کېنښوده، د دوی د ازادۍ او خپلواکۍ فولادي عزم یې کمزوری نه شو کړای او اجازه یې ورنه کړه چې تر اشغال او کمونیستي توغ لاندې د عیش او عشرت ژوند وکړي، بلکې د خپلو ارزښتونو د دفاع او ازادۍ د اخیستلو په موخه یې بلها قربانۍ ورکړې او د هغه مهال دغه جابر یې داسې په ګونډو کړ، چې نه تنها افغانستان ته راوړي خوبونه او خیالونه یې ګور ته یووړل، بلکې همدا ماتې یې د زوال او ټوټه کېدو لامل هم شوه.
له بده مرغه چې له دغه سترې پېښې نورو زبرځواکونو سم درس وانه خیست او یا هم د واک او ځواک نشې دموره بد حاله کړي وو چې د امریکا په نوم معاصر طاغوت یو ځل بیا د افغانستان د اشغال لپاره نړۍوال اشر وکړ، که څه هم دوی ته په هماغو لومړیو کې وویل شول چې د سرو لښکرو له ماتې درس واخلي، خو دوی دا هرڅه بابېزه وګڼل او خپله سر زوري یې وکړه، بالاخره دا معاصر طاغوت هم تر دوه لسیزو جنایتونو او حشتونو وروسته له خپلو اشرګړو سره یو ځای د هماغو سرو لښکرو په برخلیک اخته شو او په دې سره، افغانستان نږدې په یوه پېړۍ کې د دریو سترو امپراتوریو هدیره وګرځېده.
نو د دلوې ۲۶مه د افغانستان په ویاړلي تاریخ کې یوه ویاړلې او له کارنامو ډکه ورځ او بهرنیو تیري کوونکو ته له عبرتونو او درسونو ډکه ورځ ده. د دې ترڅنګ دا ورځ افغانانو ته هم ډېر درسونه لري، په ځانګړې توګه هغه افغانانو ته چې د نورو په خیالي ژمنو او غوړو وعدو تېروځي. تیري ګرو ځواکونو او قوتونو ته یې تر ټولو مهم او لوی درس دا دی، چې هېڅکله د افغانستان د نیولو او اشغال شوم فکرونه په ذهن کې ونه ساتي، کنه برخلیک یې به یې معلوم وي. هغه افغانانو ته چې لا هم د پردیو په وعدو او ژمنو تېروځي او د دوی د خوش خدمتۍ لپاره زړه ښه کوي، دوی ته یې درس او عبرت دا دی، چې دا خوش خدمتۍ به یې هېڅکله بې حسابه نه وي، هېڅ بهرنی دلته د تل لپاره نه شي پاتې کېدای، نو مه د خپل ولس دښمني اخلئ او مه ځانونه تاریخ ته شرموئ.
عامو افغانانو ته د دې پرتمینې ورځې پیغام دا دی، چې تل خپل یووالی او اتحاد وساتي، هېڅکله هغه کسانو ته ځای ورنه کړي چې د دې هېواد د ابادۍ او سوکالۍ دښمنان وي، ځکه دوی دلته له بدمرغۍ، جګړو، ویجاړیو او بدبختیو پرته بل څه نه راوړي. عامو افغانانو چې هر کله په هره برخه کې په اتفاق او اتحاد سره ګام اخیستی، بیا یې امپراتورۍ هم پر وړاندې نړېدلې او شړېدلي دي، دا چې اوس افغانستان امن دی، سوکالي او ارامي راغلې، نو اوس د دې وخت دی چې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ګډ ګامونه اوچت کړو، ترڅو خپل هېواد په ټولو برخو کې د نړۍ سیال وګرځوو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.