ټولګټو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د راتلونکې سنبلې مياشتې له لومړۍ نېټې هاخوا د سالنګ لويه لار د بيا رغونې په موخه تړل کېږي او کوچني او لوی موټر کولای شي د بديلې‌ فرعي لارې په استفادې تګ راتګ وکړي.

ټولګټو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي: دا چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې د دريو برخو پاتې کار پیل کړی دی، او د کانکریټ اچونې چارې یې په نږدې ورځو کې پیلیږي؛ په همدې موخه د کار د چټکتیا او د ټرانسپورټي چارو د لاښه تنظيم لپاره د ټولو باروړونکو او لویو مسافروړونکو وسايطو له چلوونکو څخه هيله کيږي، چې د ۱۴۰۳ هـ. ش. کال د سنبلې (وږي) د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه وروسته یاده لویه لار د باروړونکو او لویو مسافر وړونوکو (۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰) ډوله وسایطو پرمخ د یادې لویې لارې ‏د کانکریټ اچونې تر بشپړیدو پورې تړل کیږي او کوچني مسافر وړونکي وسایط کولی شي چې شپه او ورځ د یادې لویې لارې له چمتو شوي فرعي مسیر څخه تګ – راتګ وکړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: همدارنګه ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو، ملي سوداګرو او موټر چلونکو څخه ‏د حوصلمندۍ غوښتنه کوي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې په هيواد کې د سړکونو په رغونې، بيارغونې او ترميم سره هيوادوالو او موټر چلوونکو ته بشپړې آسانتياوې رامنځ ته کړي.

د سالنګ لويه لار چې د هېواد مرکز او جنوب له شمال سره نښلوي د هېواد يوه له مهمو ټرانزيتي لويو لارو څخه ده چې پروسږ کال یې د بيا رغونې کار پيل شوی او تمه کېږي چې په بشپړ ډول به په نژدې راتلونکي کې ورغول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version