د هېواد مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د لارښوونې پر بنسټ د روانې ه.ق میاشتې له ۲۱ نېټې وروسته د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پاکستاني وارداتي درمل نه محصولېږي.

یاد وزارت د پاکستاني وارداتي درملو له سوداګرو غوښتي تر څو په راتلونکو ۱۹ ورځو کې خپل سوداګریز حسابونه په بشپړه توګه تصفیه کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم مالیې وزارت د پاکستاني درملو واردوونکو شرکتونو ته د خپلو حسابونو او معاملاتو د تصفیې خبرداری ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version