د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین دونتسک سیمې اړوند یو بل ښارګوټی یې هم نیولی دی. یورو نیوز دونتسک کې د روسي عسکرو د پرمختګ خبر د روسیې دفاع وزارت له قوله ورکړی دی.

دونتسک د اوکراین یوه له هغو څلورو سیمو ده، چې روسیه یې په ټوله سیمه د کنټرول درلودلو ادعا کوي او هغه یې د خپلې خاورې برخه ګرځولې. بلخوا اوکراین بیا د روسیې دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، په هر قیمت چې وي له لاسه وتلې ټولې سیمې به بېرته نیسي.

په دې ورستیو کې روسي ځواکونو دونتسک کې د پرمختګ ادعا کړې او وايي، د پوکروفسک ښار نیولو ته نږدې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version