دوو جګپوړو ډیموکراټ سناتورانو په یو لیک کې، د امریکا له دفاع وزارت او د قانون پلي کونکو ادارو څخه غوښتي، چې له روسي چارواکو سره د ایلن ماسک د اړیکو په اړه راپورونه وڅېړي، چې د دوی په وینا، د ملي امنیت سره تړاو لري.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دا لیک یې لیدلی دی، د ټویټر د مشر په توګه، ماسک د پنټاګون او د امریکا استخباراتي ادارو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک کړي.
د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې جین شاهین او د سنا د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر جیک ریډ په خپل لیک کې د امریکا له لوی څارنوال میرک ګارلینډ او د پنټاګون له عمومي مفتش څخه غوښتي چې د هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو سره د ټویټر په قراردادونو کې د ماسک د رول په اړه څېړنې وکړي.
د يادونې وړ ده چې ايلن ماسک په وروستيو کې له روسي چارواکو سره څو څو ځل ليدلي او اړيکې یې ټينګې کړې دي.