ماډرن ډيپلوماسي ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، چې روسیې خپلې سمندري جګړې ته شدت ورکړی او د اوکراین په دوه مهمو بندرونو، چورنامورسک او اودېسا کې یې په همغږو ډرون او توغندیزو بریدونو کې د ترکیې څلور سوداګریزې کښتۍ زیانمنې کړې دي.

سرچينه وايي، دغه برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه کېږي، چې د ترکیې ولسمشر اردوغان ولسمشر پوتین ته د انرژۍ او بندرونو د زیربنا لپاره د محدود اوربند وړاندیز وکړ.

د روسیې له لوري د ناټو په غړي برید په دې کړکېچ کې ناټو هم ژوره ښکېلوي او ښايي ممکنه قوي غبرګون وښيي.

په دې اړه بيا د روسیې دفاع وزارت کومه تبصره نه ده کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version