د روسیې ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزير، سرګي لاوروف په دوه ورځني (اپرېل ۱۴ـ۱۵) سفر چین ته ولاړ.
سرچینې ویلي، په پام کې ده چې هغه له خپل چینايي سیال وانګ يي سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ په سیمه او په ځانګړي ډول منځني ختيځ کې د روان وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.
