د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نينګ ويلي، ولسمشر شي جین‌ پینګ د ابوظبۍ له ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان سره لیدنه ترسره کړې ده.

د نوموړې په وينا دواړو لورو ټینګار کړی، چې د چین او متحده عربي اماراتو اړیکې لا پیاوړې او لوړې کچې ته رسول د دواړو هېوادونو ژمنه او د دواړو ولسونو غوښتنه ده.

د چين ولسمشر ويلي، هېواد یې چمتو دی چې له اماراتو سره د ستراتیژیکو او پراخو همکاریو یو پیاوړی، انعطاف‌من او متحرک مشارکت نور هم ټینګ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version