د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د منځني ختیځ په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی میخاییل بوګدانوف له دندې ګوښه کړی دی.
د راپورونو لهمخې، دا پرېکړه تېره ورځ (چهارشنبه) د روسیې د حقوقي معلوماتو پر رسمي ژورنال خپره شوې ده.
بوګدانوف تېره شپه له دندې تر ګوښه کېدو وروسته دا پرېکړه معمول بللې او زیاته کړې یې ده چې همدا یې د تقاعد عمر هم و.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه بل اقدام کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر هم له دندې ګوښه کړی و.