د روسي رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد د ټرانسپورټ پخواني وزیر «رومن استاروویت» ځان وژنه کړې ده.

ویل کېږي چې نوموړی نږدې یوه ورځ وړاندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له‌خوا له خپلې دندې ګوښه شوی و.

د راپورونو له مخې، استاروویت له دندې تر ګوښه کېدو څو ساعته وروسته ځان په ډزو وژلی.

روسي چارواکو د نوموړي د ځان‌وژنې په اړه رسمي جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو روسي رسنیو یې په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version