د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، چې د ایران غني شوي یورانیم انتقال او خوندي کړي.
پوتین ویلي، چې روسیې په ۲۰۱۵ کال کې له ایران څخه غني شوي یورانیم لیږدولي وو او د دې تجربې تکرار ته چمتو دي.
د روسیې ولسمشر دا هم ویلي، چې د اټومي وسلو پر ضد د ايران «مذهبي فتوا» په ګوته کوي چې دغه هېوا د اټومي وسلو غوښتونکی نهدی.
هغه دا هم ویلي، چې هيڅ ثبوت نشته چې ايران دې د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.
