رويټرز خبري اژانس د کريملین د درې لوړپوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هوډ لري په اوکراین کې جګړه تر هغو روانه وساتي تر څو چې لویدیځ هېوادونو د سولې لپاره د هغه شرایطو ته غاړه نه وي ايښې.

راپور زياتوي چې نوموړی د ډونالډ ټرمپ له لوري د سختو بندیزونو له ګواښونو بې پروا دی او کېدای شي چې د روسي ځواکونو د پرمختګ په دوام سره، پوتین خپلې غوښتنې لا پسې پراخې کړي.

سرچینې وایي، پوتین باور لري چې د روسیې اقتصاد او پوځ دومره پیاوړی دی چې د لویدیځ له خوا له هر ډول نويو بندیزونو سره مقابله کولی شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون روسیې ته ګواښ وکړ، چې که تر راتلونکو ۵۰ ورځو د اوکراين جګړې د سولې هوکړه ونه‌ کړي، نو پر دغه هېواد به نور بندیزونه هم ولګوي.

خو له پوتين سره نږدې چارواکو بيا رويټرز ته ويلي، چې پوتین د لویدیځ له فشارونو سره سره د جګړې درولو ته چمتو نه‌دی.

نوموړی فکر کوي، چې روسیې تر دې وړاندې هم د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مقابله کړې، کولی شي د امریکا له خوا د روسیې د نفتو د پېرېدونکو پر ضد د نويو ګواښل شویو تعرفو په ګډون، نور اقتصادي فشارونه هم وزغمي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version