د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره شپه د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر جيشنکر سره کتلي.
دې لیدنه کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، د ولسمشر ځانګړي استازي، د اقتصادي پراختیا وزیر او نورو چارواکو هم حضور درلود.
نووسټي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، اقتصادي مسائیلو او دغه راز هندوستان ته د پوتین د راتلونکي سفر په تړاو خبرې شوي.
ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان میلادي کال په ډېسمبر میاشت کې هند ته سفر وکړي او هلته له هندي چارواکو سره پر دفاعي همکاریو خبرې وکړي.


