روسیې یو ځل بیا د اوکراین په خارکیف ښار کې یوه لوړپوړې ودانۍ په نښه کړې چې له امله یې درې تنه وژل شوي ۳۴ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس د ځينو سرچینو له قوله ویلي، اندېښنې شته چې ځینې کسان دې اوس هم تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

د اوکراین ولسمشر، ویلادیمیر زېلېنسکي د روسیې د دغه لارښود شوي هوايي برید په اړه ویلي، “په برید کې یوه استوګنیزه ودانۍ، نانوايي او سټډیوم په نښه شوي چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.”

ځواب پریږدئ

Exit mobile version