
د ننګرهار ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، په ننګرهار کې د ایران سرکونسل مجید رضا پناه، د دغه ولایت له والي، ملا محمد نعيم اخند سره د روغتيا او کرنې برخو کې د همکاریو او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د سرطاني ناروغيو روغتون د دوه ډاکترانو د روزلو، د شکرې کنټرول روغتون ډاکترانو لپاره د انلاين روزنیز پروګرام جوړېدو، ننګرهار کې د شنو خونو جوړولو او د ښارونو ترمنځ د تجربو شریکېدو په اړه خبرې شوي.
دواړو لوريو سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې د اسانتياوو په رامنځتهکېدو هم ټينګار کړی دی.

