د بغلان ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د صنعت ودې، د پانګونې جلب او کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وریجو د پروسس یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، یاده کارخونه د یوه کورني شرکت له لوري د نږدې دوه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.
مسئولین وایي، د دغې کارخونې د چارو په بشپړېدو سره به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.


