د مقدساتو او دیني ارزښتونو دفاع زمونږ ايماني وجيبه ده:

په دې ورځو کې داسې پېښې روانې دي چې د هر مسلمان زړونه خوږوي او ايمان ته يې صدمه رسوي. ځينې ځواکونه د خپلو سياسي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره هغه ځایونه په نښه کوي چې د مسلمانانو د روح، عقيدې او تقدس ځایونه بلل کېږي؛ دا عمل نه يواځې د جګړې اخلاقي حدود ماتوي، بلکې د ټولو اسلامي ارزښتونو سره ښکاره دښمني ده.

که څوک د سياسي اختلاف په نوم، يا د سرحدي ستونزو له امله مقدسات په نښه کوي، نو دا يواځې د يو هېواد موضوع نه ده؛ دا د ټولو مسلمانانو وجيبه ده چې غبرګون وښيي. د مسجد، مدرسې، محراب او منبر سپکاوی د امت د عزت سپکاوی دی او د دې دفاع يواځې د يو ملت کار نه، بلکې د ايمان تقاضا ده؛ د مقدساتو او دیني ارزښتونو دفاع زمونږ ايماني وجيبه ده.

مونږ د هېڅ يوه لوري سياسي پاليسۍ نه توجيه کوو، خو د مقدساتو دفاع ته غاړه نه ايښودل، د غيرت، ايمان او وفادارۍ نشتوالی ښيي.

د امتونو عزت، ثبات او روحاني قوت یواځې په سیاست، اقتصاد او پوځ پورې تړلی نه وي، بلکې په هغو ارزښتونو پورې هم تړلی وي چې د ملتونو د دین او ایمان ښکاره استازیتوب کوي. زموږ لپاره دا ارزښتونه په مقدساتو، دیني مرکزونو او مساجدو کې نغښتي دي؛ دا ځایونه یواځې ودانۍ نه دي، بلکې د الهي حضور مرکزونه، د وحدت څلي او د نسلونو د فکري روزنې بنسټونه دي. د دغو ځایونو حرمت ساتل، نه یواځې دیني مکلفیت دی، بلکې ملي، تاریخي او فرهنګي وجیبه هم ده.

مسجد؛ د امت د وحدت او ادب هنداره:

مسجد د مسلمانانو د ژوند مرکز دی؛ دا ځای د لمونځ لپاره جوړ شوی، خو نقش یې له عبادت څخه ډېر پراخ دی؛ مسجد د علم، مشورې، حل‌لارو، اصلاح او وحدت مرکز پاتې شوی؛ دا هغه ځای دی چې هر مسلمان پکې له طبقاتي توپیر پرته، د خدای جل جلاله مخې ته ولاړ شي.

خو نن ورځ، کله ناکله مسجد د سیاسي شعارونو، قومونو ترمنځ د اختلافاتو او د نفرتونو د خپراوي ځای ګرځي؛ دا د مسجد له فلسفې سره ښکاره جفا ده. مونږ باید مسجد له هر ډول سیاست، شخصي اغراضو او تعصب څخه پاک وساتو. مسجد باید د اخلاص، تقوا، ادب او خشیت فضا وساتي، نه دا چې د خلکو ترمنځ د درز، نفرت او سیالۍ انبار شي.

مدرسه؛ د هدایت او تفکر قلعه:

مدرسه د اسلامي تمدن یوه بنسټیزه برخه ده؛ دلته د علم څراغ بلېږي، دلته د اخلاقو بنسټ کېښودل کېږي، دلته د دیني فهم اساسات تدریس کېږي. خو کله چې مدرسه له خپل اصل څخه واوړي او د شخصي یا تنظیمي ګټو قرباني شي، نو له هغې څخه علمي قوت اخلي، بیا د امت د فکري اړتیاوو ځواب نه ورکوي.

مونږ باید مدرسې له جهالت، تعصب، تجارتي چلند او شخړو پاکې وساتو؛ مدرسه باید د اجماع، روڼ‌فکرۍ او استقامت ځای وي؛ نسلونه به هغه وخت پر علم ویاړي، چې علم په خپله سپېڅلتیا وساتي.

مقدسات؛ د امت د روح ساتونکي:

مقدسات زمونږ هغه ارزښتونه دي چې له کعبې نیولې تر مسجد اقصی، له قرآن کریم تر سنت نبوي او له محراب تر منبره غځېږي؛ دا ارزښتونه یواځې ماضي نه ده، بلکې زمونږ د اوسني ژوند اساسات هم دي؛ د مقدساتو سپکاوی یواځې دیني تېری نه دی، دا د امت پر روح برید دی.

څوک چې د مقدساتو پر ضد بې‌پروا چلند کوي، هغوی د تاریخ له شعور، د امت له وحدت او د دین له حرمت څخه ناخبره دي؛ دا زمونږ ټولنه ده، زموږ ایمان دی او زموږ عزت همدلته پروت دی؛ مونږ باید د مقدساتو دفاع له ژبې واخلو او عمل ته یې راوباسو.

مخاطب ته پیغام؛ لیکوال، واکمن او ولس:

که ته د قلم خاوند یې، نو باید د دې سپېڅلو ارزښتونو په باب دې قلم د ادب، تقوا او شعور له مسیره نه اوړي؛ د دیني ارزښتونو، مساجدو، مدارسو او نورو مقدساتو سپکاوی او پر دې سپېڅلو شیانو برید د بیان ازادي نه ده، بلکې د انسانیت له پولو تېری دی.

که ته د واک خاوند یې، نو دا درک کړه چې د دیني مراکزو مدیریت یواځې اداري کار نه دی، بلکې ایماني مسؤلیت دی؛ دا ځایونه ستا د واک میدان نه، بلکې د الهي فرمان تابع سیمې دي.

که ته د ولس غړی یې، نو د دې ځایونو احترام ته د ایماني غیرت له زاویې وګوره؛ دا ستا روحاني پناه ځایونه دي؛ که دلته بې‌احترامي پېښه شي، د ټول امت روح زخمي کېږي.

په پایله کې باید ووایم چې د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت ساتل یواځې د علماو یا د دعوتګرو دنده نه ده، بلکې د هر مسلمان فرد او ټول امت ګډ مسؤلیت دی. دا ځایونه د تقدس وروستي سرحدونه دي؛ که مونږ دا له لاسه ورکړو، نو زمونږ وحدت، هویت او تقوا به هم ورسره لادرکه شي. راځئ چې د دې سرحدونو ساتنه وکړو، دا قلاوې وساتو او دا زانګوګانې پرېنږدو چې د نفاق، دنیا او غفلت بادونه یې ولړزوي.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version