د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د صنعت اوونۍ په څلورم ملي او نړيوال نندارتون پرانېست غونډه کې صنعت د هېواد د پرمختګ مهمه وسیله بللې.
نوموړي ویلي، سرپرست حکومت د هېواد صنعتي کېدو لپاره مهمې موخې تعقیبوي او هڅه کوي، چې د بهرنیو وارداتو پر ځای کورني تولیدات او محصولات ډېر کړي.
ښاغلي برادر صنعت کارانو ته د هر اړخيز ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې دا مهال افغانستان په ۱۳۸ برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.
بلخوا د ریاست الوزراء اداري مرستیال هم یادو مراسمو کې ویلي، چې سرپرست حکومت هېواد کې د صنعت ودې او د صنعت کارانو لپاره لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي له صنعت کارانو غوښتي، چې د توکو تولید او تورید کې دې نړېوالو معیارونو ته پاملرنه وکړي.