د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د پنجشېر د پارندې برېښنا بند د ګټې اخيستنې مراسمو ته ويلي، چې په افغان حکومت کې جوړونه او پراختیا شعار نه، بلکې عملي اقدام دی.

د ښاغلي برادر په خبره افغان حکومت د انرژۍ په برخه کې د ځان بساینې لپاره مؤثر او عملي ګامونه اخیستي، او هڅه کوي چې هېواد له صنعتي او بنسټیز پلوه پرمختګ وکړي.

نوموړي ويلي، موخه دا ده چې افغانستان په راتلونکي کې د برېښنا په تولید کې بشپړې ځان بساینې ته ورسېږي او له ګاونډیو هېوادونو د برېښنا وارداتو ته اړتیا ونه لري.

ښاغلي برادر زياته کړې، چې ملي پروژې لکه د پارنده برېښنا بند، د افغان حکومت د پرمختګ، هوساینې او اقتصادي خپلواکۍ پر وړاندې د ژمنتیا نښه ده.

ياده دې وي، چې د پنجشېر د پارندې برېښنا بند د ۸ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ او نن ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.

ياد بند به د ۴ ميګاواټه برېښنا په ظرفيت سره شاوخوا ۴ زره کورنيو ته دوامداره برېښنا چمتو کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version