د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې پخواني مرستيال منظور الهي‌ ويلي، که افغانستان له پاکستان سره سوداګري بنده کړي نو پاکستان به ډېر لوی زيان وويني.

هغه ويلي، ازبکستان او روسیه افغانستان ته بوره صادروي، افغانستان موږ ته اړتیا نه لري، بلکې موږ هغوی ته اړتیا لرو او زموږ صنعتونه به سخت اغېزمن شي.

د منظور په خبره ایران، ترکیه او د مرکزي آسیا هېوادونو د افغانستان بازارونه نیولي او پاکستان به نه یوازې د افغانستان بازار له لاسه ورکړي، بلکې د منځنۍ آسیا بازارونه به یې هم له لاسه ووځي.

د نوموړي په وينا هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ کانټینره د افغانستان او منځنۍ آسیا پر لور روان وي، چې په کې کینو، کیلې، او تازه مېوې شاملې دي او که دا بندې شي، د سلګونو میلیونو ډالرو تاوان به را واړوي.

په ورته وخت کې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال مشر ضیاءالحق سرحدي هم ويلي، چې د پولو له تړلو وروسته ۸۰۰۰ په توکو بار موټرونه په دواړو غاړو کې بند پاتې دي.

رسنیزې سرچینې وایي، له ۲۰۲۱ز کال راهیسې پاکستان د افغانستان د بازار شاوخوا ۶۵ سلنه ونډه ایران، ترکیې، مرکزي آسیا او حتی هند ته بایللې ده.

د معلوماتو له مخې د پولو د پرله‌پسې تړل کېدو او د سوداګرو د ناامنۍ له امله ګڼو لویو صادروونکو او واردوونکو خپله پانګه له پاکستان څخه ایستلې او دا حالت د خیبر پښتونخوا د فابریکو او د پنجاب او سند د تولیدي سکتورونو لپاره سخت زیانمن شوی دی.

ياده دې وي، چې اوس مهال افغانستان له نورو هېوادونو څخه سمنټ، جامې، بوټان، چرګ، ماهي، سبزيجات او خوراکي توکي واردوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version