د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د هډې فارم سيمې له یو شمېر مشرانو او متنفذينو سره کتلي دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، “په دې ناسته کې راغلو مشرانو او متنفذينو وویل، په کمه موده کې د اسلامي امارت لويې لاسته راوړنې د ستايلو دي او په بشپړ ډول د اسلامي نظام د کورني او بهرني سياست ملاتړ کوي.”

هغوی زیاته کړې، “هماغسې چې افغان ولس د اشغال په موده کې له مجاهدینو سره اوږه پر اوږه ولاړ و، اوس د اسلامي نظام د بقا او ثبات لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د خپلې سیمې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

په دې کتنه کې سياسي مرستيال ویلي، افغانستان وروسته له ډېرو کړاوونو او تکلیفونو د ارام ساه اخیستې ده، چې باید ټول افغانان یې د ابادۍ لپاره سره یو موټی شو.

نوموړي زیاته کړې، “افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی، امنیت تامین دی، هر افغان ته خپل حق ور رسېږي او په ډېرو کمو امکاناتو د بیا رغونې او ابادۍ لوی کارونه شروع شوي دي.

په خبرپاڼه دغه راز ویل شوي، چې سیاسي مرستيال د ننګرهار مشرانو ته ډاډ ورکړی چې پر ستونزو او وړاندیزونو به یې غور وشي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې سیاسي مرستيال د پکتيا له مشرانو سره هم لیدنه کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version