د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د کبانو سکټور د پراختیا طرحه تائید شوه.
د دې طرحې له مخې په ټول هېواد کې د کبانو روزنې اووه زره او ۷۰۰ فارمونه جوړیږي، چې تر ۹۰ سلنې به د کبانو غوښې په برخه کې د هېواد اړتیا پوره او ۳۰۰ زره هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.