د سيبياېس نيوز رسنۍ د راپور له مخې د امريکا د فدرال يوه قاضي پرون دوشنبه خپله هغه پرېکړه لغوه کړه، چې له مخې یې د زرګونو افغانانو او کامرونيانو لپاره د لنډمهالي محافظتي حالت( TPS) د پای ته رسېدو مخه نیوله.
د دې پرېکړې په لغوه کېدو سره به د ټرمپ حکومت اجازه ولري، چې شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانان او ۷۹۰۰ کامرونيان خپلو هېوادونو ته ولېږي.
د ټرمپ حکومت اپريل مياشت کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د لنډمهالي محافظتي پروګرام د پای ته رسولو پرېکړه وکړه او په وينا یې افغانستان کې نور داسې پېچلي شرايط نشته چې ياد افغانان دې یې له امله په امريکا کې پاتې شي او یا پناه واخلي.
ياده دې وي چې دا شاوخوا ۱۴۰۰۰ افغانان واک ته د افغانستان د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته له امريکايي ځواکونو سره يوځای له افغانستانه تښتېدلي.