د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سرپرست حکومت يو لوړپوړی پلاوی له کابل څخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته په دوه ورځني رسمي سفر روان شو.

خبرپاڼه زياتوي چې، په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند، صنعت او سوداګرۍ، او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو وزيران او د افغانستان بانک لوی رئيس، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال او د سکټوري ادارو يو شمېر استازي د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګوالو د پانګونې د جذب په اړه خبرې اترې او بحث ښودل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version