د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت رسنيو ته ويلي چې، پاکستاني لوري تېره شپه شاوخوا لس بجې تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
نوموړي ویلي، پاکستاني لوري د افغان پوځيانو له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار تړلې ده.
د ښاغلي حکمت په خبره، پاکستاني لوري ترې غوښتي چې فرضي کرښې ته څېرمه دې له تاسیساتو جوړولو ډډه وکړي، خو ها غاړې ته دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو ته غبرګون نه ښیي.
ياده دې وي، چې دا مهال سلګونه مسافر، ناروغان او بار وړونکي موټر د دغې دروازې بیا پرانیستو ته په طمعه دي.