‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت د ځانګړو کومانډویي ځواکونو فراغت غونډه کې د وینا پرمهال د افغانستان دښمانانو ته خبرداری ورکړی، چې نور دې د افغانانو حوصلې نه‌ ازمایي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي برادر ویلي، هیچاته اجازه نه ورکوي چې پر افغان خاوره تېری وکړي او هر ډول تېري ته ځواب ویونکي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد په دښمنانو غږ کړی، چې د افغانستان خاورې، ځمکنۍ بشپړتیا او حریم ته دې په بد نظر نه ګوري.

له یاد وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې له دغو کومانډویي ځواکونو سربېره د جګړه‌ییزو ځواکونو له ښوونځي څخه ١١۴ تنه منسوبین د هاوان SPG-9، د اراضي کشف، M2 ماشیندار، M24-Sniper او توپچي تورنانو د څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌ کړو څخه هم فارغ شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version