Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي
    افغانستان

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي

    صابر افغانصابر افغان15 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن پنج‌شنبه (د غویي، ۲۵مه) د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په پرانیست‌غونډه کې له ګډون وروسته د دغه فورم په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره کتلي.

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لیدنې پر مهال دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

    ښاغلي برادر د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د سرپرست حکومت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

    نوموړي زیاته کړې ده چې، د همدې سیاست پر اساس غواړي چې له تاتارستان جمهوریت سره‏ په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په ځانګړي ډول د انرژۍ، زېربناوو او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې اړیکې پراخه کړي.

    ښاغلي برادر د خبرو پر دوام، د افغانستان حالت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب بللي او له تاتارستاني پانګوالو یې غوښتي څو په افغانستان کې‏ د نفت او ګاز د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، ریل پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

    له بله پلوه د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې‏ د سرپرست حکومت د لوړ پوړي پلاوي ګډون مهم بللی او ویلي یې دي چې، له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي.

    نوموړي زیاته کړې، چې اوس‌مهال له افغانستان سره په یو شمېر برخو کې راکړه ورکړه لري؛ خو له دې وروسته چمتو دي‏ چې د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي.

    د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې پر دوام راغلي، چې په دې کتنه کې د کاماز موټرو شرکت عمومي رئیس ویلي، تاتارستان چمتو دی چې افغانستان ته د بار وړونکو کاماز موټرو او اطفایو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به د افغانستان لپاره له ولسمشر مینیخانوف څخه ځانګړې سب سایډي هم واخلي.

    د کتنې په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانیوف ته بلنه ورکړې، څو افغانستان ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه سفر وکړي.

    مخکینۍ مقالهد چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس د خوړو نړیوال پروګرام له مسئولینو سره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي
    راتلونکي مقاله ‏د اسامه بن زید رض د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه ١٦٥ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت لوړپوړي پلاوي د قوش‌تېپې ملي کانال له روانو چارو لیدنه کړې

    27 اپریل 2026

    تر کلونو ځنډ وروسته حیرتان بندر کې د ۶۰زره ټنو په ظرفیت نفتي زېرمې بیا فعالېږي

    27 اپریل 2026

    اقتصادي مرستیال جوزجان کې د سمنټو د سترې تولیدي فابریکې د چارو پرانیسته وکړه

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 27 اپریل 2026

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    اتحاد المجاهدین پاکستان په یوه انفوګرافیک کې د تېرو ۱۰ ورځو بریدونو معلومات نشر کړي،…

    د اسرائیل پخوانيو لومړي وزيرانو د نتنياهو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړ

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    27 اپریل 2026

    د اسرائیل پخوانيو لومړي وزيرانو د نتنياهو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړ

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.