د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۶۱ مېګاواټه لمریزې، بادي او ګازي برېښنا لپاره د پروژو چارې پیل شوې دي.

د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې، پر دغو پروژو ۲۳.۷ ملیارده افغانۍ پانګونه کېږي او په بشپړېدو سره به یې لسګونه زره کورونو او صنعتي فابریکو ته برېښنا برابره شي.

په راپور کي راغلي، چې په دغو پروژو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په هرات کې د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برېښنا پروژه، د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په ننګرهار کې د صنعتي پارکونو لپاره د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، د جوزجان په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژه او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې شاملې دي.

ویل شوي چې په دغو پروژو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د اقتصادي معاونیت د راپور له مخې، له دې سربېره زیات شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په هېواد کې دننه د بېلابېلو موجودو سرچینو د برېښنا تولید ته چمتووالی ښودلی، چې ځینو یې پانګونه هم پیل کړې ده.
 

ځواب پریږدئ

Exit mobile version