د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې به په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې پيل شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دخبرپاڼې له مخې، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قرهتېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته یې د روان ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې د نیولو پرېکړه وشوه.
په دغه غونډه کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند جوړولو، له کابل ولایت څخه تر جلال اباد پورې د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي غځولو او په جلال اباد ښار کې د شیخ مصري سبسټېشن د چارو بشپړولو پر موضوعاتو هم بحثونه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د متوازن انکشاف لپاره سلګونه پروژې پلې شوې دي.