د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې د گډون او د شهید اسمعیل هنیه د جنازې او فاتحې مراسمو وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او مل پلاوي سره نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره اوونۍ د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د گډون په موخه تهران ته تللی وو چې بیا له هغه ځایه د حماس غورځنگ د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسمعیل هنیه د جنازي په مراسمو کې د گډون په موخه قطر ته ولاړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، د خپل دغه سفر په لړ کې له یو شمېر ایراني مقاماتو، په دوحه کې له مېشتو افغانانو او د امریکايي او اروپايي هېوادونو له دیپلوماتانو سره هم لیدلي وو.

نوموړي پرون په قطر کې د اروپايي هېوادونو له استازو غوښتي وو، چې په کابل کې بېرته خپلې سیاسي استازولي پرانیزي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version