ستره محکمه په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په یاده ولسوالۍ کې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
خبرپاڼه زياتوي چې د قتل دغه موضوع د زابل ولایت د دايچوپان ولسوالۍ په لرزآب سيمه کې رامنځته شوې وه، چې ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه، او ورپسې د مسؤولينو په هڅو، او د سیمې د علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د مقتول کورنۍ ته په ديت ورکولو سره حل او فصل شوه.
ياده دې وي چې په وروستيو درې کلونو کې د نورو ادارو سربېره محکمو هم د عامو خلکو تر منځ د شخړو په حل او فصل کې رغنده رول لوبولی دی.