د روسيې دولتي خبري اژانس يا «RIA» وايي روسیې له واټساپ څخه غوښتي چې د روسیې له قوانينو سره ځان عيار کړي او له واټساپ سره د روسیې د ولس ټول معلومات دې دوی ته وسپارل شي کنه نو دوی به په دغه هېواد کې پر واټساپ بنديز ولګوي.
دغه راز د روسیې خبري اژانس د روسیې حکومت د يوه سناتور «ارتيم شيکين» له قوله ليکي « که چېرته د واټساپ اداره د ځينو اړتياوو او مکلفيتونو په پوره کولو کې پاتې راشي نو ډېر احتمال لري چې ياده اپلکيشن په ۲۰۲۵ کال کې په روسيه کې بند شي».
د يادونې وړ ده چې د ميټا کمپنۍ اړوند فسبوک، انسټاګرام، او ټريدز اپليکشنونه لا له وړاندې په روسيه کې له بنديز سره مخ شوي وو او د يادې کمپنۍ يواځينی اپليکشن واټساپ دی چې په روسیه کې فعال دی.