د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس، پیر کراهنبول له یوې رسنۍ سره په مرکه کې له افغانستانه د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د را اېستل شویو افغانانو ستونزو ته رسېدنه د یادې کمېټې لومړیتوب دی. 

د سره‌ صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس دا هم ویلي، چې تېرو کلونو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې پراخ فعالیتونه کړي او په راتلونکې کې به هم له یادې ټولنې سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version