د لوړو زده کړو وزارت وزیر، شیخ نداء محمد ندیم ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لوړو زده کړو له وزیر، حسین سیمایي صراف سره کتلي.

د یاد وزارت ویاند، حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي، چې دې کتنه کې پر علمې همکاریو، د افغانستان او ایران پوهنتونونو تر منځ د استادانو تبادلې او نورو مهمو مسايلو خبرې شوې دي.

ښاغلي ندیم د افغانستان په پوهنتونونو کې د نویو ایجاد شویو ماسټري او دوکتورا برنامو او په دیني او عصري ‏زده کړو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.

له بل لوري د ایران د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان او ایران تر منځ پر علمي همکاریو ټینګار کړی او د افغانستان سره یې هر ډول علمي ‏همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version