Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سرپرست حکومت د مخالفو رسنیو مالي ناورین؛ د امریکا د مرستو بندېدو ریښتینې پایله!
    لیکني

    د سرپرست حکومت د مخالفو رسنیو مالي ناورین؛ د امریکا د مرستو بندېدو ریښتینې پایله!

    صابر افغانصابر افغان8 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له تېرو دریو کلونو راهیسې د سرپرست حکومت مخالفین او دښمنې رسنۍ، د امریکا له لوري افغان حکومت ته د پراخو مرستو د لېږلو نغارې وهي او په هر ځای او غونډه کې د دې مرستو له لارې د سرپرست حکومت د ملاتړ ادعا کوي.

    هغه څلوېښت میلیوني ډالري کڅوړې چې د دوی په ګومان هره اونۍ د امریکا له لوري د سرپرست حکومت خزانې ته ځي، یوه دروغجنه ادعا ده چې هېڅ د عقل څښتن یې په دروغ ګڼلو کې ځنډ نه کوي او نه یې مني.

    دا څنګه شونې ده، هغه امریکا چې شل کاله یې د طالبانو د له ‌منځه وړلو لپاره جګړه وکړه او میلیاردونه ډالر یې ولګول، اوس چې یې ښکاره ماتې خوړلې، خپل پخواني دښمن ته اونیزې څلوېښت میلیوني ډالري کڅوړې ولېږي او د بل هر چا په پرتله ډیره مرسته ورسره وکړي!؟

    د دې خبرو د روښانه کولو او د افغان حکومت د مخالفینو د ادعاوو په اړه یوناما د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۹مه، چې د ۱۴۰۱ کال د جدي له ۱۹مې سره سمون خوري، یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو: «هغه نغدې پیسې چې افغانستان ته لېږدول کېږي، تنها د دې سازمان د فعالیتونو لپاره دي او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک او طالبانو ته نه سپارل کېږي»‍.

    یوناما همدا راز ویلي وو چې د ۲۰۲۱م کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ تر ۹مې پورې، شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالره نغدې پیسې افغانستان ته د دې سازمان او نورو نړۍوالو بنسټونو د فعالیتونو لپاره لېږدول شوې دي.

    په دې راپور کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد د نړۍوالو بانکي انتقالاتو د ګډوډۍ او د نقدیني ستونزو د حل لپاره ترسره کېږي.

    اوس چې ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلې او له دې هېواده یې افغانستان ته د بهرنیو مرستو لېږد درولی، نه یوازې دا چې د سرپرست حکومت په پلانونو کې کومه ستونزه نه ده رامنځ ته شوې، بلکې برعکس اغېز یې کړی؛ د هندوکش غږ د راپور له مخې، د آمو ټلویزیون هغه میاشتنۍ سل زره ډالري بودیجه هم بنده شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري افغانانو ته د مرستې په نوم ورکول کېدل؛ هغه ټلویزیون چې یوازینۍ موخه یې د سرپرست حکومت پر ضد د ناسمو تبلیغاتو خپرول بللی شو.

    د همدې راپور پر بنسټ، هغه مالي مرستې هم بندې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنیشنل ټلویزیون ته د بشردوستانه مرستو په نوم ورکولې، دغه رسنۍ یې له جدي مالي ستونزو سره مخ کړې. دا هماغه رسنۍ ده چې شپه او ورځ یې د امریکا د مرستو د پرې کېدو په اړه تبصرې کولې او بې سوادو کارپوهانو(!) یې د افغانستان حکومت د دې مرستو له بندېدو سره زیان منونکی باله.

    د دې بندیزونو له امله د بشري حقونو تر عنوان لاندې ټولو رسنیو او مدني بنسټونو ته د مرستو د بندېدو ایمېلونه لېږل شوي، دا هغه رسنۍ او بنسټونه وو چې د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته د امریکا له خوا تمویلېدل او د افغانستان د دین، ازادۍ او پرمختګ پر وړاندې یې تبلیغاتي فعالیتونه کول.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهدوهم تعقیب: د نیمروز په «مارګو» دښته کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلورم تښتېدلی وسله‌وال غل هم وژل شوی
    راتلونکي مقاله ټرمپ: د بايډن حافظه کمزورې شوې او د محرمو معلوماتو باور پرې نه شي کېدای

    مربوطه لیکنې

    د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟

    28 اپریل 2026

    د جبهو او ګوندونو ترمنځ د اختلاف اوج؛ ډيورنډ او راتلونکی وضعیت

    27 اپریل 2026

    د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې

    23 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 2 مې 2026

    د امريکا بهرنيو چارو وزارت اسرائیل، قطر، کویټ او اماراتو ته د وسلو د بیړني لېږد منظوري ورکړې

    بلومبرګ راپور ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسرائیل، کویټ، قطر او…

    د متحده عربي اماراتو اتحاد هوايي شرکت خپل ۱۵ پاکستاني وګړي له دندو شړلي

    2 مې 2026

    امريکا جرمني کې مېشت خپل زرګونه سرتېري له دې هېواده باسي

    2 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امريکا بهرنيو چارو وزارت اسرائیل، قطر، کویټ او اماراتو ته د وسلو د بیړني لېږد منظوري ورکړې

    2 مې 2026

    د متحده عربي اماراتو اتحاد هوايي شرکت خپل ۱۵ پاکستاني وګړي له دندو شړلي

    2 مې 2026

    امريکا جرمني کې مېشت خپل زرګونه سرتېري له دې هېواده باسي

    2 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.