د هر حکومت لپاره د هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل، د مشروعیت، تعامل او بقاء اساس بلل کېږي. سرپرست حکومت چې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېد، له هماغه پیله یې هڅه وکړه چې له بېلابېلو هېوادونو سره مثبت تعامل ولري، تر څو اعتماد ترلاسه او تدریجي رسمیت خپل کړي.
د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې مسئله، که څه هم تنها د روسیې له خوا ترسره شوې خو د ځینو مهمو هېوادونو د تعامل، د سفارتي اړیکو پراخېدا او د نړۍوال مشروعیت په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
دا چاره د دې څرګندونه کوي چې نړۍوال واقعیتونو ته په تسلیمېدو دي. د هېوادونو له لوري دا ډول رسمیت، د داخلي ثبات ترڅنګ، د بهرنیو اړیکو او اقتصادي پرمختګ لپاره هم حیاتي رول لري. سره له دې چې د ملګرو ملتونو له لوري رسمي پېژندنه لا نه ده ترسره شوې، خو د څو مهمو لومړۍ او دوهمه درجه هېوادونو له لوري مثبت تعامل، رسمي اړیکې، او سفارتي فعالیتونه د عملي رسمیت نښې دي.
یاد وضعیت هغه پخواني سیاستوال او چارواکي له سخت ناوریني حالت سره مخ کړي، چې د سرپرست حکومت د منزوي کولو په هڅه کې وو او غوښتل یې د افغانستان شته ثبات ته زیان واړوي.
د پرځېدلي جمهوريت چارواکو او سیاسيونو د اشغال له ماتې او د دوی له تېښتې سره سم په رواني جګړه لاس پورې کړ چې د سرپرست حکومت په وړاندې یې له شخصي عقدو او بې اساسه شعارونو په ورکولو سره غوښتل چې سیمه ايز او نور هېوادونه له سرپرست حکومت سره د تعامل څخه را وګرځوي، خو یادې چارې یې هېڅ ګټه ونکړه بلکې دوی یې نور هم منزوي کړل.
دوی تمه لرله چې سرپرست حکومت به د بشري حقونو او د ښځو حقونو تر شعارونو لاندې له نړۍوالو بندیزونو سره مخ او يا هم د رسميت پېژندنې روان بهیر ټکنی او له ماتې سره مخ کړي، ترڅو سرپرست حکومت له رسمیت او مشروعیت بېبرخې کړي؛ دوی نه يواځې د سرپرست حکومت د سیاسي تعاملاتو بهیر ودراوه بلکې روسیې د مثبت ګام په پورته کولو سره دوی ته هر اړخیز ټکان ورکړ او دا یې وښوودله چې سرپرست حکومت يوه نوم نه، بلکې يو بشپړ او خپلواک نظام دی.
د سرپرست حکومت لپاره دا تعاملات او تدریجي رسمیت، د واک د دوام، اقتصادي همکاریو، د پانګوالو باور او د مشروعیت پراخېدلو مهم اساس جوړوي. دا ډول وضعیت د پرځېدلي جمهوريت د چارواکو او سیاسيونو لپاره سیاسي ماتې ده، ځکه دوی په ښکاره ډول له سیاسي میدان څخه وتلي او منزوي شوي دي.
د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې هره نښه، د پرځېدلي جمهوريت د چارواکو او سیاسیونو پر سياسي جنازې وروستی ګوزار دی. ځکه د سرپرست حکومت رسمیت نه یواځې یو سیمه ییز او نړۍوال پرمختګ دی، بلکې د پرځېدلي جمهوريت د چارواکو او سیاسيونو لپاره یوه سیاسي ماتې هم ده، چې خپل ملت یې هېر او د پردیو په سیوري کې اوسېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.