د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، ‏د جلال‌اباد -کونړ عمومي سړک چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی وو بیرته پرانیستل شو.

یاده لاره د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تړل شوې وه، چې دا مهال د یاد ولایت د ټولګټو ریاست ماشینرۍ او پرسونل په هڅو بیرته پرانیستل شوه.

ښاغلی حق‌شناس زیاتوي، چې دغه راز د یاد ولایت د ګوشتې، لعل پورې، مومند درې، کوز کونړ، شینوارو او دور بابا ولسوالیو سړکونه د ورستیو اورښتونو او سیلابونو را وتلو له امله ‏زیان من شوي وو، چې دا مهال یې د ترمیم او رسوبي موادو د پاک کارۍ چارې په چټکۍ سره جریان لري.

د یادونې ده، چې نن سهار د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له شدیدو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل، چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version