Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې، منزوي شوي مخالفین له سیاسي ماتې سره مخ کړل
    لیکني

    د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې، منزوي شوي مخالفین له سیاسي ماتې سره مخ کړل

    عمران آغاعمران آغا6 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د هر حکومت لپاره د هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل، د مشروعیت، تعامل او بقاء اساس بلل کېږي. سرپرست حکومت چې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېد، له هماغه پیله یې هڅه وکړه چې له بېلابېلو هېوادونو سره مثبت تعامل ولري، تر څو اعتماد ترلاسه او تدریجي رسمیت خپل کړي.

    د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې مسئله، که څه هم تنها د روسیې له خوا ترسره شوې خو د ځینو مهمو هېوادونو د تعامل، د سفارتي اړیکو پراخېدا او د نړۍوال مشروعیت په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

    دا چاره د دې څرګندونه کوي چې نړۍوال واقعیتونو ته په تسلیمېدو دي. د هېوادونو له لوري دا ډول رسمیت، د داخلي ثبات ترڅنګ، د بهرنیو اړیکو او اقتصادي پرمختګ لپاره هم حیاتي رول لري. سره له دې چې د ملګرو ملتونو له لوري رسمي پېژندنه لا نه ده ترسره شوې، خو د څو مهمو لومړۍ او دوهمه درجه هېوادونو له لوري مثبت تعامل، رسمي اړیکې، او سفارتي فعالیتونه د عملي رسمیت نښې دي.

    یاد وضعیت هغه پخواني سیاستوال او چارواکي له سخت ناوریني حالت سره مخ کړي، چې د سرپرست حکومت د منزوي کولو په هڅه کې وو او غوښتل یې د افغانستان شته ثبات ته زیان واړوي.

    د پرځېدلي جمهوريت چارواکو او سیاسيونو د اشغال له ماتې او د دوی له تېښتې سره سم په رواني جګړه لاس پورې‌ کړ چې د سرپرست حکومت په وړاندې یې له شخصي عقدو او بې اساسه شعارونو په ورکولو سره غوښتل چې سیمه ايز او نور هېوادونه له سرپرست حکومت سره د تعامل څخه را وګرځوي، خو یادې چارې یې هېڅ ګټه ونکړه بلکې دوی یې نور هم منزوي کړل.

    دوی تمه لرله چې سرپرست حکومت به د بشري حقونو او د ښځو حقونو تر شعارونو لاندې له نړۍوالو بندیزونو سره مخ او يا هم د رسميت پېژندنې روان بهیر ټکنی او له ماتې سره مخ کړي، ترڅو سرپرست حکومت له رسمیت او مشروعیت بې‌برخې کړي؛ دوی نه يواځې د سرپرست حکومت د سیاسي تعاملاتو بهیر ودراوه بلکې روسیې د مثبت ګام په پورته کولو سره دوی ته هر اړخیز ټکان ورکړ او دا یې وښوودله چې سرپرست حکومت يوه نوم نه، بلکې يو بشپړ او خپلواک نظام دی.

    د سرپرست حکومت لپاره دا تعاملات او تدریجي رسمیت، د واک د دوام، اقتصادي همکاریو، د پانګوالو باور او د مشروعیت پراخېدلو مهم اساس جوړوي. دا ډول وضعیت د پرځېدلي جمهوريت د چارواکو او سیاسيونو لپاره سیاسي ماتې ده، ځکه دوی په ښکاره ډول له سیاسي میدان څخه وتلي او منزوي شوي دي.

    د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې هره نښه، د پرځېدلي جمهوريت د چارواکو او سیاسیونو پر سياسي جنازې وروستی ګوزار دی. ځکه د سرپرست حکومت رسمیت نه یواځې یو سیمه ییز او نړۍوال پرمختګ دی، بلکې د پرځېدلي جمهوريت د چارواکو او سیاسيونو لپاره یوه سیاسي ماتې هم ده، چې خپل ملت یې هېر او د پردیو په سیوري کې اوسېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: د لوګر ولایت محتسبینو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخنیوی کړی
    راتلونکي مقاله د کونړ‌-جلال‌اباد عمومي سړک د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شو

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.