د سعودي بهرنيو چارو وزارت وايي، د بهرنيو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

سرچینې ویلي، په دغه خبرو کې د ایران د بریدونو پر دوام او د سیمې وضعیت باندې بحث شوی.

د سعودي خارجه وزیر، د امریکا له د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې یې د سوډان (اخوان المسلمین) ترهګره ډله بلل شوې.

په ورته مهال د امريکا بهرينو چارو وزير مارکو روبیو بیا د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره د سعودي پر ملاتړ ټینګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version