تحلیل
مقدمه:
د پرځېدلي جمهوریت پر مهال، اشغالګرو او د هغوی داخلي ملګرو هڅه کول ارزښتونه تحریف او د ولس د تېر ایستنې لپاره جعلي اتلان مشهور کړي او شخصیتونه یې وپړسوي. دا لړۍ په خورا چټکۍ روانه وه، هره ورځ د یوه ارزښت د تحریف هڅه کېدل، هره ورځ د هېواد خاینان، مفسدین، جاسوسان او لوټماران مطرح کېدل، شخصیتونه یې پړسول کېدل، وژل شویو ته به د اتلولیو جعلي القاب ورکول کېدل او ژوندیو ته مډالونه او څو ستوریزې جنرالۍ ور پېرزو کېدلې.
دا القاب، مډالونه او رتبې هغوی ته ور پېرزو کېدلې، چې د افغان مؤمن او مجاهد ولس په وینه، قربانۍ او سرښندنو یې لوبې او سوداګري کړې وه، د هېواد د زېرمو له لوټمارۍ واخله، تر فساد، خیانت، جاسوسۍ او وطنپلورنې پورې یې له هیڅ یوې ناوړه کړنې مخ نه و اړولی.
د سنبلې ۱۸مه د همداسې یو شخص د وژل کېدو له ورځې سره سمون لري، چې د خیانت، جاسوسۍ او وطنپلورنې داستانونه یې پټ نه دي پاتې شوي، خو پلویانو یې همېشه هڅه کړې چې د هغه په اړه دروغجن روایات ایجاد کړي او د څو مخونو په ځای یې د اتلولۍ، ترحم، فداکارۍ او هېوادنۍ مینې جعلي مخ نندارې ته وړاندې کړي.
احمدشاه مسعود:
احمدشاه مسعود په کال ۱۳۳۲ هجري لمریز کې، هغه مهال چې پنجشیر ولسوالي وه، د دغه ولسوالۍ په جګدلک کلي کې، د ډګروال دوست محمد خان په کور کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د کابل په استقلال لیسه کې پای ته رسولې، وروسته د کابل په پولي تخنیک انستتیوت کې شامل شو، خو د داؤد خان له کودتاه وروسته پېښور ته کډوال شو او هلته له برهان الدین رباني سره یو ځای شو.
دا شخص یعنې «احمدشاه مسعود» د شمالي ټلوالې په منځ کې مهم کس وګرځېډه او د بهرنیانو د ګټو لپاره یو بهترین جنګیالی ترې جوړ شو؛ هره سکه(پیسه) دوه مخونه لري، همداسې ډېری پخوانیو سیاسیونو او د افغانستان د جګړو لوبغاړو هم دوه مخونه درلودل، خو د دوی ټولو په منځ کې مسعود بېل و، هغه لکه خښته، څو مخونه یې لرل او د هر چا لپاره تر هغو لوبېده، چې هغوی به ګټه ترې پورته کولی شوه.
مسعود له برهان الدین رباني سره په ګډه د جمعیت ګوند مشري کول، دوی د هېواد په څو شمالي ولایتونو کې حکومت اعلان کړی و او کابینه یې لرل. په ۱۹۹۲ز کال کې د مسعود او دوستم ملېشو کابل ونیو، د نجیب حکومت یې وپرځاوه او مسعود د دفاع وزیر شو، وروسته مسعود د حکمتیار او دوستم له ملېشو سره د واک پر سر جګړه پیل کړه او کابل یې د داخلي او تنظیمي جګړو له کبله وران کړ.
مسعود چې له برنارد یهودي، فرانسې او غربي ټولنې سره یې نږدې اړیکې لرلې، د دغه سیاسي بلاک له هغه مخالف جهت، یعنې د وخت له شوروي اتحاد سره یې هم نږدې جاسوسي اړیکې لرلې، چې مسعود یې په وړاندې د جنګېدو په نوم کریډیټ اخیسته او پلویان یې یوې مقدسي مبارزې ته د سوق کولو په ځای د شخصي اهدافو د تحقق په موخه استفاده کول.
مسعود یوه لوبېدلې څهره وه، د شوروي د اشغال، داخلي جګړو او بیا د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال یې مختلفې لوبې وکړې، مسعود که څه هم داسې ښکاره کېده چې د ټلوالې په منځ کې یو اغېزمن رهبر دی، خو واقعیت دا دی چې مسعود یوازې یو جنګیالی و، نه یو اغېزمن رهبر؛ همدا راز مسعود که هر ډول شخصیت، ستراتېژي او فکر درلوده، نو یوازې تر یوې سیاسي او جنګي ډلې پورې محدود و.
احمدشاه مسعود د جنایتکار په توګه:
مسعود په مختلفو کلونو کې ګڼ شمېر جنایات ترسره کړي، خو د هغه ړندو پلویانو همېشه هڅه کړې چې جنایات یې پټ کړي، مګر تاریخ بیا د هغه ټول جنایات په خپلو پاڼو کې ساتلي دي. د مسعود پلویان په دروغجنو روایاتو د دغه جنایاتو د پټولو هڅه کړې، خو پټول یې نا ممکن دي.
د مسعود د ګڼو جنایاتو په لړۍ کې یوه ته ور ګرځو؛ ۱۳۷۱ لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۱ او ۲۲مه نېټه، د مسعود په مشرۍ د نظار شورا جنګیالیو د کابل پر افشار سیمه برید وکړ، په دې سیمه کې هغه مهال هزاره هېوادوال مېشت وو، د نظار شورا ظالمو ځواکونو پر هزاره هېوادوالو بې شماره مظالم ترسره کړل، په دې سیمه کې پراخې وژنې، شکنجې او ځورونې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې زرګونه هېوادوال په خورا قساوت ووژل.
د نظار شورا جنګیالیو هلته داسې وحشتناک جنایتونه ترسره کړل چې د تاریخ راویان یې هم په بیانولو شرمېږي. د بشري حقونو څار سازمان او نورو نړۍوالو ادارو د څېړنو او راپورونو له مخې، د احمدشاه مسعود او سیاف ملېشو د کابل د افشارو او کارته سه په سیمو کې له ۱۰۰۰ زيات هزاره وګړي ووژل او له ۷۰۰ تر ۷۵۰ تنو پورې خلک د سیاف ملېشو له ځان سره يووړل، چې ځينې یې وروسته خوشې او ځینې نادرکه شول.
د مسعود د منفورې ایډیالوژۍ پلویانو ډېره هڅه کړې چې د خپل جنایتکار رهبر له تندي دغه تور داغ پاک کړي او د هغه په وینو سره لاسونه د بې ګناه انسانانو له وینو پاک وښيي، مګر د مسعود جنایات نه بښونکي دي، د قربانیانو کورنۍ او خپلوان لا هم د هغه د جنایاتو داستانونه بیانوي، هماغه غمونه یې نه دي هېر او نه یې د دغسې جنایاتو مرتکبینو ته بښنه کړې ده.
احمدشاه مسعود د جاسوس په توګه:
افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د ځینو لویو قدرتونو د زور ازموینځای ګرځېدلی و، وروسته بیا د هېواد د داخلي جګړو پر مهال، په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتو لاسوهنې اوج ته ورسېدلې؛ احمد شاه مسعود چې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یې د پنجشیر زمرود د مالي تمویل په موخه پر فرانسویانو او اروپايي سوداګرو پلورل، د دغه هېوادونو له ټولنو، چارواکو او استخباراتي کړیو سره یې نږدې اړیکې جوړې کړې وې.
د قدرت جزیرې د لویولو، ساتنې او اکمال، همدا راز د ټولو تهدیداتو د قطعه کولو، یا حد اقل کمولو لپاره مسعود د خپل مخالف جهت، یعنې شوروي اتحاد سره د سرهلښکر د یرغل پر مهال لا روابط جوړ کړل او پټ تړونونه یې ورسره لاسلیک کړل. هغه مهال مسعود او ټلوالې د هېواد د شمال ځینې علاقې تر واکمنۍ لاندې لرلې، چې د سرهلښکر اکمالاتي لار هم د ټلوالې په مسیر کې پرته وه؛ نو ویلی شو چې د مسعود او شوروي ملګرتیا د دواړو اړتیا وه.
مسعود له روسانو د ځینو نورو تنظیمونو په ضد له شوروي اتحاد څخه د همکارۍ هیله کړې وه او دا هیله یې د شوروي په ګټه وه، بل خوا بیا مسعود یو معاملهګر انسان و او له هر چا سره د خپلو ګټو د تحقق لپاره په خورا اسانۍ جوړېده.
د شوروي اتحاد د دفاع وزارت، د ستر درستیز د کشف او پوځي څارګرۍ یو افسر «ډګرمن اناتولي تکاچیوف» چې په ۱۹۸۲ز کال کې یې له مسعود سره پټه لیدنه کړې وه، دفاع وزارت ته یې په ریپورټ کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ډېر اغېزمن او با اتوریته سړی احمدشاه دی او له ټاکلیو شرایطو سره کېدای شي، چې سړی ورسره جوړ راشي.
مسعود ته ولې «ملي اتل» وویل شو؟
مسعود نه د یو ملي جریان مشر و، نه په افغانستانه کې د یو ملي حکومت مشر، چې هر چا دې پېژانده او د هېواد ټولو خلکو دې د یو اتل په توګه منلی وای؛ د مسعود جنګي او سیاسي ژوند د نورو د ګټو لپاره و، د فرانسوي خبریالانو د کیمرې د دوربین په وړاندې د هېواد خواخوږی معرفي کېده، خو واقعیت بیا بېل و.
دا پوښتنه مهمه ده چې ولې یو جنګي قوماندان، چې د هېواد له یوې ځانګړې سیمې او تنظیم سره تړاو لري، د «ملي اتل» تر عنوان لاندې معرفي شو!؟ دا معرفت د ټلوالې د سیاسي فشارونو له کبله و، چې بیا وروسته د مسعود د شخصیت له تبلیغ څخه د یوې ډلې د واک تثبیت او د نورو د حاشیې ته کولو لپاره کار اخیستل کېده.
د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د سنبلې د ۱۸مې په بهانه د مسعود په نوم جوړ شوي جعلي تفکر او ایډيالوژۍ ته تبلیغ د یوه ملي ارزښت په توګه په خلکو په زور منل کېده، خو په واقعیت کې د هغه ټول کردار د یوه تنظیمي محور پر بنسټ روان و. که مسعود ته د «ملي قهرمان» لقب ورکول کېږي، نو باید دا هم ثابته شي چې هغه افغان ولس ته څه کړي دي!؟ او هېواد ته یې څه کړي دي!؟
د مسعود په نوم امتیاز طلبي:
احمدشاه مسعود یوه جنګي څېره وه، د ټلوالې په منځ کې یې شهرت درلوده، خو کورنۍ یې تر دې کچې نه وه مطرح، څومره چې د هغه د کورنۍ غړو د جمهوریت پر مهال امتیاز واخیست؛ ضیا مسعود او د احمدشاه مسعود د کورنۍ نورو غړو د پرځېدلي جمهوریت پر مهال مهمو موقفونو ته لار موندلې وه او د دغه جنګسالار په نوم یې خپل خاص ځای درلوده، که به چیرته له موقفونو شړل کېدل، نو بیا به یې د عبدالله او نورو په توسط پر ارګ فشارونه واردول.
د هغه زوی احمد مسعود هم چا نه پېژانده، بلکې هغه مهال ماشوم و، ژوند او زده کړې یې یې په ایران او اروپا کې وکړې، خو دا مهال بیا هڅه کوي د خپل پلار په څېر د پخوانیو سیاسیونو په منځ کې مطرح شي، هغوی پرې ور ټول شي او د خپل پلار په څېر د ټلوالې له مخکښانو وګرځي، مګر دا یو خوب او خیال دی، ځکه له څو محدودو مطبوعاتي ټربیونونو پرته ټولې هغه لارې پرې تړلي دي، چې احمد مسعود پرې د خپل پلار جعلي ځای ونیسي.
د سنبلې ۱۸مه:
مسعود د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال، د سنبلې پر اتلسمه، په تخار ولایت کې، د دوه تنو خبریالانو په توسط ووژل شو. له دې وروسته د سپټمبر ۱۱مې پېښه رامنځ ته شوه، امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او جمهوریت یې حاکم کړ. په ۲۰۰۲م کال کې چې د جمهوریت اوایل وو، کرزی په سمبولیکه توګه ولسمشر و، خو نور واک د ټلوالې له غړو سره و، په ځانګړې توګه محمد قسیم فهیم او د مسعود کورنۍ، چې دغه مهال ټلوالې تر ډېره واکونه ورکړي وو، د کابل د رژیم ټوله بڼه نظامي وه؛ د ټلوالې او نظار شورا ملېشو امنیتي ارګانونه او کلیدي وزارتونه اشغال کړي وو، کرزی مجبور وو چې د بهرنیانو ترڅنګ، د ټلوالې او نظار شورا اوامرو ته هم غاړه کېږدي.
په همدې کال کې پر کرزي فشارونه وو، چې مسعود دې د «ملي اتل» په توګه اعلان شي، کرزي هم ومنل او د سنبلې اتلسمه یې د رسمي رخصتۍ په توګه اعلان کړل؛ په وروسته کلونو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا هم د دغه موضوع په اړه مختلفې موافقې او مخالفې پریکړې وشوې، خو په نهایت کې د سنبلې ۱۸مه د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ورځې په توګه د هېواد په داخل کې په رسمي ډول لمانځل کېدل او رخصتي اعلانېدل.
خو دا رسمي ورځ د یوې ملي اجماع پر بنسټ نه، بلکې د یو ځانګړي سیاسي جریان، یعنې شمالي ټلوالې د فشار له امله لمانځل کېدل. د سنبلې د ۱۸مې د لمانځنې پر مهال نه یوازې دا چې د عامو خلکو د ارامتیا او ښاري نظم خلاف کړنې ترسره کېدې، بلکې له دې ورځې څخه د اسطورهسازۍ، قومي تمایلاتو او سیاسي تسلط د دوام لپاره استفاده کېده.
د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د احمد شاه مسعود د پلویانو له خوا د سنبلې ۱۸مې لمانځنه، یوازې د یو شخص د یاد تازه کولو ورځ نه وه، بلکې دا یوه سیاسي ننداره وه، چې هدف یې د واک، قدرت، نفوذ او قومي برلاسۍ ښکارندویي وه. د پلازمېنې کابل، مزارشریف، تخار او نورو ښارونو واټونه به د مسعود له انځورونو، د هغه په اړه له بېنرونو او نظم اخلالوونکو پلویانو له موجودیته ډک وو.
د سنبلې ۱۸مه د هغو ورځو له جملې څخه ده چې پخوا د عامو افغانانو په منځ کې د ویر، تنګونې او ګډوډۍ ورځ ګڼل کېدل، اوس دا ورځ په اروپايي هېوادونو کې لمانځل کېږي او عام افغانان یې له شره په امان دي. د دې ورځې لمانځنه به له ناتاره ډزو، ټرافیکي بندیزونو، زورواکۍ او ځورونو سره مله وه. د سنبلې د ۱۸مې تر نوم لاندې به نامسؤله وسلهوال د ښار په کوڅو کې وګرځېدل او خلکو ته به یې ښکاره دا پیغام ورکاوه چې واک زموږ دی او قانون زموږ تابع دی.
د سنبلې اتلسمه به د بې وسه او نا توانه جمهوریت له خوا د جوړ شوي اساسي قانون د سپکاوي ورځ هم وه، حکومت او چارواکو د بې وسۍ په سترګو د دې ګډوډیو ننداره کوله؛ د عامو خلکو په منځ کې به د دې ورځې په را رسېدو سره وېره خپره وه، دوی به د ویرې له کبله هیڅ غبرګون نه شوای ښودلای.
احمد شاه مسعود د افغانستان د ټولو خلکو د استازیتوب موقف نه درلوده او نه هم د هغه کارنامې داسې دي چې په اړه یې ملي اجماع وي. د ناسمو پرېکړو پر بنسټ جوړ تاریخ، هغه نسلونه روزي چې له تعصب او تحریف نه تغذیه کېږي، چې د دغه نسل ننداره شل کاله د سنبلې پر ۱۸مه د افغانستان ملت مشاهده کول. د پرځېدلي جمهوریت دا ډول شخصیت محوره سیاستونه د یوه ملت د جوړېدو پر وړاندې خنډ جوړ شوي وو او ملي وحدت یې زیانمناوه.
پایله او خلاصه:
احمدشاه مسعود که هر څومره د اتل په توګه تبلیغ شي، خو د تاریخ له حافظې حقیقت نه شي پټېدای. د هغه شخصیت باید د هغه د جنګي جنایاتو، تنظیمي جګړو کې ونډې لرلو او سیاسي تفرقو تر سیوري لاندې هم وارزول شي. د مسعود د ښودل شوي تصویر تر شا ډېر جنایات او د هغه بده څېره پټه شوې ده. مسعود د وخت له سیاسي لوبغاړو، بهرنیو استخباراتو او قدرتطلبو جریانونو سره د خپلو اهدافو لپاره همېشه همکاري کړې ده. له هغه یو جعلي «ملي اتل» جوړ شو، پرته له دې چې ټولشموله کارنامه او رښتینې قرباني یې ثابته شوې وي او د اتلولۍ په اړه یې ملي اجماع رامنځ ته شوې وي.
احمدشاه مسعود یوازې د یوې محدودې ډلې جنګي څېره وه، نه د ټول ملت استازی. د هغه جګړهمحوره ژوند، د افشارو غمیزه، له شوروي سره پټې معاملې او جنایات د مسعود اصلي څېره ده. په تېر کې هر کال د سنبلې د ۱۸مې په بهانه د ټلوالې او نظار شورا له خوا جوړ شوی سیاسي تفکر وړاندې کېدل اصلاً پر ملت تپل شوی و.
د ټلوالې غړو او د مسعود پلویانو د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د یوه شخص له نوم، تصویر او افسانې څخه د واک، نفوذ او سیاسي تسلط لپاره استفاده کول، خو د سنبلې ۱۸مه د عامو افغانانو لپاره د وېري او ګډوډۍ ورځ وه او د قومي حساسیتونو د پارېدلو لامل ګرځېدلې وه. تاریخي شواهدو روښانه کړې چې د مسعود «ملي اتل» ګڼل، یو سیاسي تحمیل و، نه یو ملي افتخار؛ هغه نه ملي شخصیت و، نه یې ملي فکر درلوده او نه هم د افغانستان له دردونو سره رښتینی تړاو، بلکې د هغه نوم د قدرت د سوداګرۍ لپاره کارېده، د ولس له حافظې سره لوبې کېدې او د ملي وحدت پر ځای یې د تفرقې تخم کره.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې پر افغانستان نوی حکومت حاکم شوی، افغانستان د شر او فساد ډلو له حاکمیت خلاص شوی، د ټلوالې او نظار شورا د غړو واکمني ړنګه شوې او افغانانو د ارام ساه اخیستې ده؛ اوس د سنبلې پر ۱۸مه د مسعود ملېشې واټونه نه شي بندولی، عامه نظم ته ګواښ نه شي جوړولای او اذیت رسونکې کړنې نشي ترسره کولی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.