‏د روېټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، نن (دوشنبه، د وږي ۱۷مه) د بیت المقدس په شمال کې پر صهیونيستي اتباعو وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

صهیونیستي امنیتي سرچینو په دې پېښه کې تر دې مهاله د پنځو صهیونیستانو وژل کېدل او د ۱۵ نورو ټپي کېدل منلي دي.

صهیونیستي سرچینو ویلي، د ټپیانو له ډلې د اوو تنو وضعیت نازک دی.

ویل شوي، بریدګر دوه تنه فلسطینیان وو، چې د پېښې په ځای کې د پولیسو له لوري په نښه او شهیدان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version