رويټرز په يوه تحليلي راپور کې ويلي، چې یو کال وړاندې ولسمشر ټرمپ وړاندوینه کړې وه، چې پر واریداتو لوړې تعرفې به د امریکا اصلي اقتصادي سیال (چین) تسلیمېدو ته مجبور کړي.

خو شنونکي وايي، چې چین ته د هغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د محکمو پرېکړو د هغه دا هیلې پيکه کړې دي.

سرچينې ويلي، د ټرمپ اهداف اوس یوازې د غوښې، لوبیا او بوینګ الوتکو په څو محدودو سوداګریزو معاملو راڅرخي.

دغه راز، هغه هڅه کوي چې د ایران د ناخوښې جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین مرسته ترلاسه کړي؛ هغه جګړه چې په کور دننه یې د ټرمپ محبوبیت ته زیان رسولی او هغه اوس د دې بحران د هوارولو لپاره د بیجینګ ډیپلوماټیک ملاتړ ته اړتیا لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version