د سوریې دولتي اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې د احمدالشرع په مشرۍ د سوریې حکومت د دغه هېواد د پخواني رژيم د ولسمشر بشارالاسد د نیولو حکم صادر کړی دی.

سرچينې د دمشق د قاضي «توفیق علي» له قوله لیکلي، چې دا حکم د لسګونه زره کسانو د قصدي وژنو او شکنجې په تور صادر شوی دی.

قاضي علي زیاته کړې، چې دا پرېکړه د قربانیانو د کورنيو د شکایت پر بنسټ شوې، چې د انټرپول له لارې د بشارالاسد نړيوال تعقیب ته لار هواروي.

بشارالاسد چې له دوه لسیزو څخه زیات یې پر سوریې واکمني لرله، د تېر ميلادي کال په ډسمبر کې د احمدالشرع په مشرۍ د تحريرالشام غورځنګ له لوري د سوریې له نيول کېدو وروسته مسکو ته وتښتېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version