د جرمني رسنیو د راپورونو لهمخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي به د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.
راپور کاږي، دوی په ځانګړي ډول له جرمني د ایستل کېدونکو افغان کډوالو د الوتنو د تنظیم په اړه له افغان چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.
د بیلډ ورځپاڼې د راپور پر اساس د دغو خبرو اصلي هدف دا دی، چې د مجرمو او خطري اشخاصو د بېرته ستنولو لپاره منظمې الوتنې پیل شي.
د راپور لهمخې، دا لومړی ځل دی چې برلین په ښکاره د افغانستان په خاوره کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د مخامخ خبرو یادونه کوي.