اېبيسي نيوز راپور ورکړی، چې د امريکا د شمالي کارولينا ايالت په ساوتپورټ ښار کې له یوې کښتۍ څخه د سيند غاړې پر يوې شرابخانې د ډزو په پايله کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
سرچينې د ساوتپورټ ښار د عامه اړيکو مسوولې «چياَن کيچم» له قوله ليکلي، چې پېښه تېره شپه په ځايي وخت شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې له کښتۍ څخه د «امېريکن فش کمپنۍ» له لوري په جوړې شوې يوې شرابخانې ډزې وشوې.
پوليس وايي، د پېښې په تړاو یې يو کس نيولی او تر پوښتنو لاندې دی.